د اهلبيتولنډه پيژندګولي



 

 د اسلامي كتابونو مطالعې نه دا څرګنده شوې ده _ چې اهلِ بيت په درې (ډوله) قسمه دي

اول قسم

د لغت په مطابق د كور افرادو ته اهلِ بيت وئيلې شي _ د رسول مقبول په كور کښې چې څوک اوسيدو هغه د رسول (ص) اهلِ بيت دي

دويم قسم

د حضرت رسول كورنۍ سره ډير زيات محبت او مودت په وجه پيغمبر اكرم ارشاد وكړو چې سلمان فارسي د زما اهلِ بيتو څخه دے 

دريم قسم

اهلِ بيت هغه دي چې الله تبارک و تعالى يې په قراّنِ مجيد کښې د طهارت اعلان په دغه لفظونو کښې كړے دے _

اِنَمَا يُرِيدُ اللهُ لِيُذُهِبَ عَنكُمُ الرِجسَ اَهلَ البَيتِ وَ يطَهِرَكُم تَطهِيرًا    (سورة احزاب ايت شمېر-33)

     د دغه مبارک اّيت سبب نزول دا وْ چې يوه ورځ حضرت محمد مصطفى بي بي فاطمه الزهرا ، حضرت على مرتضى ، امام حسن مجتبى او امام حسين سيدالشهداء يمني څادر لاندې كښيناست نو حضرت رسول د الله په بارګاه کښې سوال وكړو _

اَللهمَ اِنَ هوُلَاءِ اَهلُ بَيتِى وَ خَاّصَتِى وَ حَاّمَتِى لَحمُهُم لَحمِى وَ دَمُهُم دَمِى وَ اَذهِب عَنهُم الرِجسَ وَ طَهِرهُم تَطهِيرًا

      ترجمه " اې الله دغه زما اهلِ بيت دي او زما خاص ( اقربا ) دي او زما حاميان دي د دوي غوښه زما غوښه دے او د دوي وينه زما وينه دے _ دوي نه ناپاكي لرې وساتې او داسې پاكيزه کړې  چې څرنګه د پاکۍ حق دے _ "

  مولانا عبيد الله بسمل امرتسري يو كتاب " ارجح المطالب " په اردو کښې تاليف كړے دے دَ كتاب باب اول په اّخرکښې يې داسې ليكي دي

زه د خپل شيعه ؤ ورڼو نه ډير زيات شرمنده (خيڅل) يم څه ما د دې کتاب (ارجح المطالب) ليکلو کښې له دوي کتابونو نه څه مطلب تر لاسه نه کړ او صرف د اهل سنت والجماعت له حديثي کتابونو ځنې مي مطلبونه راواخست ځکه په دې کتاب کښې د اهل سنتو حديثي امامانو نومونو يوه فهرست سره د هغوي د مرګ کال سره ذکر شوي دي   



1 2 3 next