د شيعه ؤ پيژندګولي



بسم الله الرحمن الرحيم

((شيعه ؤ پيژنګلو )) 

((د شيعه ؤ د پيدا کيدو څرنګوالې))

د علي منونکو او مينه والو دا خبره مسلمه ګڼله چې د پيغمبر اکرم(ص) نه پس خلافت او مرجعيت د علي(ع) دی ځکه چې د علي(ع) مقام او منزلت يې د پيغمبر(ص) او د اصحابو په وړاندی ليدلی ؤ او څرګندو حالاتو او د پيغمبر(ص) د بيمارۍ د ورځو واقعاتو هم دا خبره تاييدوله، خو د هغوي د تمې اپوټه په داسې حال کې چې پيغمبر(ص) وفات شو او لا مبارکه تنه يې دفن نه وه شوی او اهلبيت(ع) او ځينې اصحاب په دې غم کې لګيا وو چې خبر شول چې ځينې نورو کسانو، چې وروسته يې اکثريت وموند، ډير په تادۍ او بې له دې چې د پيغمبر اکرم (ص) خپلوانو او مينه والو سره څه مشوره وکړي او څه خبر ورکړي، له خپل ځانه يې خليفه خوښ کړې ؤ.

علي او د هغوي مينه والو لکه ابن عباس، زبير، سلمان، ابوذر، مقداد او عمار د پيغمبراکرم (ص) له دفن او د دې خبرې نه له خبريدو ورسته يې په انتخابي او خوښ شوې خلافت انتقاد او اعتراض وکړ ځينې غونډې يې هم وکړې خو يو داسې ځواب يې واوريد چې په همدې کې د مسلمانانو لپاره ښه وه.

همدا انتقاد او اعتراض ؤ چې لګ خلک يې له ډيرو څخه بيل کړل او د علي (ع) لارويان يې خلکو ته (د علي (ع) شيعه) په نامه وښودل او خلافت لرونکو هم د خپل سياست له کبله دا پام کاوه چې دا لګ خلک په هم دې نامه مشهور نشي او خلک په دوو ډلو تقسيم نشي بلکه خلافت يې اجماعي ګڼه او اعتراض کونکي يې له بيعته او د مسلمانانو له جماعته منکر ونامول او کله به يې په نورو بدو ټکو يادول.

البته شيعه هماغه وړومبيو ورځو کې د وخت د سياسي ډلې لخوا محکوم شوي وو او صرف اعتراض سره يې هيڅ نه شو کولی او علي (ع) هم د اسلام او د مسلمانانو د مصلحت او د پوره زور نه لرلو په وجه يو لوي جنګ ونه کړ، خو اعتراض کونکي د اکثريت عقيدی او باورونو ته تسليم نه شو او د پيغمبر اکرم(ص) خلافت او علمي مرجعيت يې د علي(ع) حق ګڼل او د علمي او معنوي مسئلو د حل لپاره به هغوي ته تلل او نور خلک به يې هم د هغوي په لور بلل.