په اسلام کښې د مناظرې اهميت



 

په اسلام کښې د مناظرې اهميت

د حقايقو د څرګنديدو او د واقعيتونو د پيژندګلوۍ لپاره له يو بل سره مناظره او بحث (په تيره بيا په دې زمانه کښې چې فکري او علمي وده زيارته شوې ده) کلتوری هدفونو ته د رسيدو تر ټولو غره لا ره ده او که فرضاً د تعصب له وجې يې څوک ونۀ مني ، نو لږ تر لږه خو پرې اتمام حجت کيږي، ځکه څرګنده ده چې عقيده په زوره نهء شی تپل کيدې او که په چاپه زور زياتی هم و منل شی نو د يو څه وخت لپاره به وی . خداې پاک په قران مجيد کې دې مو ضوع ته ډير ارزښت ورکړے او صل يې ګر ځولې دے، او په څلورو ځايونو کښې خپل ګران رسول (ص) ته فرمايي: قُل هَا تُو ا بُرهانَکُم اِن کُنتُم صَادِقِين (اے رسوله) مخالفانو ته ووايه که تاسو ريښتيا وايي؛ نو خپل دليل او برهان راوړئ، [1]

نو اسلام چې نور خلک دليل ، برهان او منطق ته رابلي؛ نو پکار دے چې خپله هم په دليل او استدلال باندې تکيه ولري. خداې پاک په قران مجيد کښې خپل پاک حبيب (ص) ته فرمايي: اُدعُ اِلی سَبِيلِ ربک بالحکمه و المو عظه الحسنة و جادلهم بالتی هی احسن . (اے رسوله (ص) خلک په حکمت ، نيک چلن ، ښکلي بحث او مباحثې سره د خداے لوري ته راوبوله [2]

له : حکمت : نه مراد هغه پياوړې طريقې دي چې په عقل او علم باندې تکيه لري ، او له :  نيکې موعظې : نه مراد هغه معنوي نصيحتونه دي چې د مهربان او عاطفې اړخ لري او د اوريدونکيو پاک احساسات د حق په لور رابرسيره کوي، او له مجادلې : نه مراد يو بل سره په بحث او مقابله کښي: د بحث ،مباحثې، تنقيد او شننې طريقه او روش دي . د بحث دغه طريقه که د حق او انصاف په بنيادوي ، نو په ځينو موقعوکښي د ضدي مخالفانو دقايلولو لپاره ضروري او لازمي وي

مطلب دا چې ځيني انسانان د حقائقو د درک لپاره فکري قوت او مضبوط استعدادلري، چې د داسي کسانو د جذبولو لپاره عقلي دلايل ضروريوي او د ځينو کسانو فکري سويه ټيټه وي او د پيژند ګلوۍ استعداد او وس يي کمزوري وي او ژوند يي له تعصباتو او ځينو نورو عاتونو او جذباتو ډک وي ، نو دغه ډول وګړي په ښه وعظ او نصيحت سره رابلل کيږي . او ځينې کسان کم عقل او ضدي وي او په مخالف لوري باندي د خپلو افکارو د منلو لپاره له هرې خو د ګوزارپه لټه کښې وي . دغه کسان د استدلال، وعظ او نصيحتپه ژبه نه پوهيږي، نو دوي سره بيا مجادله پکار ده ، خو په ښکلې طريقې سره ، يعني داسې بحث او مباحثه چې په انصاف ، ريښتياو او اخلاقو ولاړه وي نو ځکه په مناظروي فن کښي لازم دي ، چې د مناظره کوونکيو تعلقات او ذهني کيفيتونه وتلل شي او په خپله مناسبه موقع کښې ورسره بحث ورشي.

د اسلام ستر پيغمبر حضرت محمد مصطفے(ص) په مختلفو ځايو نو کښې له همدغو دريو طريقو نه ګټه اخيستې ده او خلک يې اسلام ته رابللي دي.

د حضرت پيغمبر اکرم(ص) له پاکو اهلبيتونه امام جعفر صادق(ع) تقريباً ځلور زره شاګردان روزلي دي ، چې يوې ډلې په مختلفو علمي څانګوکښې د مناظرې د فن مهارت درلود،کله به چي مخالفان امام صادق(ع) ته دعلمي لپاره راتلل نو که هغۀ به وخت نه لرلو،نو شاګردانو ته به يې ويل چې له مخالفانو سره مناظره وکړي.

د :ابن ابی العوجا:ديصانی: او : ابن مقفع : او ... په شان ماده پرستو او له خداے پاک نه منکرو کسانو په څو ځلو له امام صادق(ع) او د هغه له شاګردانوسره مناظرې کړې دي . امام به وړومبې دهغوي خبرې واوريدې او بيا به يې د يوې يوي خبرې ځواب ورکاوۀ ، لکه ابن ابی العوجا چې وايي:

امام جعفر صادق ( ص ) به له مونږه غوښتل چې دلايل ووايو مونږ به خپل دليلونه ښه په ازاده توګه بيانول او هغه به راته داسې غوږ ايښې ؤ چې مونږ به خيال کوو چې ګني پړ مو کړو ، خو بيا به چې دهغه وار راغې نو په ډير وقار سره به يې زمونږ د يو يو استدلال شننه کوله او په داسې ډول به ټول ردول ، چې په بحث کښې به يې مونږ ته د هر ډول بانې او پلمې جوړولو لارې بندې کړې : [3]

 په قران مجيد کښې د حضرت ابراهيم ( ع ) مناظرې

په قران مجيد کښې د او لوالعزم پيغمبر حضرت ابراهيم علیه السلام ځينو مناظرو ته اشاره شوې ده او راښئ چې د حضرت ابراهيم ( ع ) لار وي له عقيدتي ، اجتماعي او سياسي مسائلو نه لا تعلقه او بې تفاوته نشي پاتې کيدې او په کلتوري او نورو سنګرونو کښې په خپلو منطقي خبرو او دلايلو سره د حق دفاع کوي .



1 2 3 4 5 next