د قدر د شپو اعمال



د قدر د شپو عملونه

نولسمه شپه: دا د قدر د شپو وړومبۍ شپه ده او د قدر شپه هغه شپه ده چې په ټول کال کښې يوه شپه هم د هغې غوره والی او فضيلت ته نه رسيږی او په دې شپه کښې عمل د زرو مياشتو له عمل نه غوره دے او په دغه شپه کښې د کال د چارو تقدير هم ټاکل کيږی او ملائک او روح چې له ټولو لويه فرښته ده په دغه شپه د خداے پاک په حکم په زمکه نازليږی. او د زمانې د امام (ع) په خدمت کښې حاضريږی او هغه څه چې د هر کس لپاره مقدر شوی دی امام (ع) ته وړاندې کوی. د قدر د شپو اعمال دوه ډوله دی. يو ډول هغه دی چې پکار دی په درې واړو شپو کښې ترسره شی او يو ډول اعمال د هرې شپې لپاره مخصوص دی.. يو څو کارونه اول پکار دی: وړومبې غسل دے، علامه مجلسی فرمائی چې د دغو شپو غسل پکار دی د نمر د پرېوتو په وخت وکړے شی په دا ډول چې د ماښام نمونځ په دغه غسل سره ادا شی.  دويم دوه رکعته نفل نمونځ دے په هر رکعت کښې له حمد نه پس اوۀ ځل سورۀ توحيد ويل پکار دی.  له نمونځ نه له فارغېدو نه پس اويا ځل اَسْتَغْفٍرالله وَ اَتوبُ اِلَيه ويل پکار دی.  په نبوی حديث مبارک کښې راغلی دی چې له ځايه به لا نه وی خوزېدلے چې خداے پاک به دغه نمونځ ګزار او د هغۀ مور پلار بخښلی وی. دريم قران مجيد دې خلاص کړی او خپلې مخې ته دې کېږدی او داسې دې ووائی:

اَللّهُمَّ اِنّى‏ اَسْئَلُكَ بِكِتابِكَ الْمُنْزَلِ وَما فيهِ، وَفيهِ اسْمُكَ الْأَكْبَرُ، وَاَسْمآؤُكَ الْحُسْنى‏، وَما يُخافُ وَيُرْجى‏ اَنْ تَجْعَلَنى‏ مِنْ عُتَقآئِكَ مِنَ النَّارِ،

اے خدايه! له تا نه سوال کوم ستا د رالېږلی کتاب په خاطر او د هغه څه په خاطر چې په دې کښې دی او ستا د لوې نامې په خاطر او ستا د ښو نومونو په خاطر او د هغه څه په خاطر چې د ويرې او اميد سبب

 

ګرځی چې ما د دوزخ له اور څخه د ژغورونکو په قطار کښې وګرځوې.

     نو بس دغه وخت چې څه حاجت غواړی ودې غواړی.څلورمه دا چې قران مجيد دې په لاس کښې اونيسې او په سر دې کېږدی او داسې ددې ووئی:

اَللّهُمَّ بِحَقِ‏ هذَا الْقُرْآنِ،وَبِحَقِّ مَنْ اَرْسَلْتَهُ بِهِ، وَبِحَقِّ كُلِّ مُؤْمِنٍ مَدَحْتَهُ فيهِ، وَبِحَقِّكَ‏ عَلَيْهِمْ فَلا اَحَدَ اَعْرَفُ بِحَقِّكَ مِنْكَ

((اے خدايه! د دې قران په خاطر او د هغه کس په خاطر چې ورته دې راولېږۀ او د هر هغه مومن په خاطر چې په دې قران کښې دې د هغۀ مدح کړې ده او د هغه حق په خاطر چې تۀ په هغوی باندې لرې ځکه چې داسې څوک نشته چې له تا نه په ښه توګه ستا حق وپېژنی.))

بيا دې لس ځله ووائی: بِكَ يا اَللَّهُ (يا الله خپله ستا په خاطر) او لس ځل دې ووائی: بِمُحَمَّدٍ (د حضرت محمد صلی الله عيه و آله وسلم په خاطر) او لس ځل دې ووائی: بِعَلىٍّ (د امام علی عليه السلام په خاطر) او لس ځل دې ووائی بِفاطِمَةَ (د بی بی فاطمې عليها السلام په خاطر) او لس ځل دې ووائی بِالْحَسَنِ (د امام حسن مجتبی عليه السلام په خاطر) او لس ځل دې ووائی بِالْحُسَيْنِ (د امام حسېن عليه السلام په خاطر) او لس ځل دې ووائی بِعَلِىّ بْنِ الْحُسَيْنِ (د امام علی زېن العابدين بن حسېن عليه السلام په خاطر) او لس ځل دې ووائی بُمَحَمَّدِ بْنِ عَلِىٍّ (د امام محمد باقر بن علی عليه السلام په خاطر) او لس ځل دې ووائی بِجَعْفَرِ بْنِ‏ مُحَمَّدٍ (د امام جعفر صادق بن محمد عليه السلام په خاطر) او لس ځل دې ووائی بِمُوسَى بْنِ جَعْفَرٍ (د امام موسی کاظم بن جعفر عليه السلام په خاطر) او لس ځل دې ووائی بِعَلِىِّ بْنِ مُوسى (د امام علی رضا بن موسی عليه السلام په خاطر) او لس ځل دې ووائی بِمُحَمَّدِبْنِ عَلِىٍّ (د امام محمد تقی بن علی عليه السلام په خاطر) او لس ځل دې ووائی بِعَلِىِّ بْنِ مُحَمَّدٍ (د امام علی نقی بن محمد په خاطر) او لس ځل دې ووائی بِالْحَسَنِ بْنِ عَلِىٍ‏ (د امام حسن عسکری بن علی عليه السلام په خاطر) او لس ځل دې ووائی بِالْحُجَّةِ (د امام مهدی عليه السلام په خاطر) بيا چې څه حاجت لری له پاک ربه دې وغواړی.

پنځم د امام حسېن عليه السلام زيارت کول پکار دی. په روايت کښې راغلی د چې کله د قدر شپه شی نو اواز کوونکې د اوم اسمان له عرش څخه اواز وکړی چې خداے پاک هر هغه کس بخښلے دے چې د امام حسېن عليه السلام قبر ته راغلے دے.



1 2 next