کوتره او ميږې



هوا ډېره ګرمه او سوزوونکې وه. يو ميږې چې د ډېرې تندې له لاسه مړيدو ته راغلے ؤ يو ډنډ ته ورسيد. د ډېر تادې د لاسه يې پخښه اوخويده او اوبو ته وغورزيد. اوبه ډېرې زياتې وې او ميږې وړوکې ؤ. ميږي ډېر پخښې لاسونه ووهل خو سه ګټه يې ورنه کړه او ورو ورو په غرقيدو شو. نو غږونه وکړل او مرسته يې وغوښته.

يوه کوتره چې د ډنډ په خوا کښې په ونه کښې ناسته وه ميږې يې وليد او غږونو يې واوريدل. نو ژر يې له ونې يو پاڼه وشوکوله او اوبو ته يې واچوله او وې ويل: "د پاڼې اړخ ته ورشه، په پاڼې سور شه! ژر شه!"

ميږې له ډېر کوښښه وروسته پاڼې ته ورسيد او په پاڼې سور شو او له مرګه وژغوريد. کله چې يې حال لږ ښه شو نو کوترې ته يې مخ کړو او وې ويل: "ګرانې کوترې ډېره مننه، زه دې له غرقيدو بچ کړم، هليه لرم چې د دې به ښه بدله درکړم."

څو ورځې وروسته ميږي يوه لويه پاڼه په خولې کښې نيولې وه او وړله يې. بيا ډنډې ته راورسيد او غوښتو يې چې اوبه وڅښي. نو بيا يې هغه کوتره وليده چې په يو ښاخ ناسته ده او اوده ده. ميږي زړه کښې ويل چې سلام ورته وکړي او د هغې د حال پوښتنه وکړي چې ناڅاپه يې يو ښکاري وليد چې د ونې شاته پټ دے او لينده يې  کوترے اړخ ته نيولے ده. ميږي چې دا وليدل نو غږ يې وکړ: "کوترې! کوترې! خيال کوه والوزه!!!" خو د ميږي ورو غږ  کوترے ته ونه رسيد.

ميږي ښکاري ته وکتل ښکاري لينده سموله. وخت په تېريدو ؤ او ميږي ويل چې څۀ چل وکړم. ميږي لږ سوچ وکړ او ځان سره يې وويل: "ښه دا ده چې لاړ شم او د ښکاري په پخښه چک ولګوم چې ګوزار يې خطا شي." نو همدې سره يې منډه کړه د ښکاري په پخښې وخوت او چک يې پرې ولګول. ښکاري ناڅاپه لينده پريخوده او پخښه يې ونيوه او په لوړ اواز يې وويل: "واي، واي، وسوزيدم!" د ښکاري په اواز کوتره راويخه شوه او والوته. ميږے خوښحاله شو او په خپله لاره روان شو.