د ماشومانو تربيت



د ماشوم د ښوونې او تربيت وخت

رنځ پوهان او اروا پوهان وايي، چې د ماشومانو روزنه د هغوی د زوکړې له وخته-ان په خيټه کې د ماشوم له غوټه کيدو وروسته- پيليږي.اسلام هم هم دا خبره تائيدوي او کله چې ماشوم د مور په خيټه کې وی، هغه وخت يې مور ته له حرامو او ناوړه خوراکونو او ان غلطو کړو څخه د ډډه کولو سپارښته کړی ده.په ډيرو حديثونو کې راغلي دي، چې کله ماشوم د مور په خيټه کې وي، نو د پلانکيو پلانکيو خوړو او ميوو خوړل په بچيو دا ډول اغيز غورځوي، د بيلکې په توګه د مڼو خوړل او شيدو خوړل ماشوم ښکلی کوي.

هم دا ډول که مور ځينې خواړه وخوري، نو په بچي ځينې مثبتې يا منفي اغيزې اچوي. دا خبره نوي طب هم تائيد کړې ده. په هره توګه، په دې اړه بشپړ کتابونه ليکل شوی، خو زما مطلب دا دی، چې کله ماشوم د مور په خيټه کې وي، نو مور بايد د خوراک څښاک، ناستې پاستې او روحي حالاتو په چاره کې له ډيرې خيرتيا کار واخلي او داسې کارونه او خوراکونو ته نږدې نه شي، چې د راتلونکي بچي په زيان وي.

تاسو به خبر وئ، چې په ايران کې د علامه طباطبايي په نامه يو پنځه کلن ماشوم دے، چې د پنځو کالونو په عمر کې يې په څو ډوله او څو قراتونو سره قران مجيد  زده کړې او خپله ژباړه او تفسير هم ورځي. د دې ماشوم پلار وايي، چې دې لا د مور په خيټه کې و، چې ما به ورته د قران مجيد بيلا بيل سورتونه تلاوتول. ماښام به يې له مور سره يو ځاې کېښناستم او يسين سوره يا نوری سورې به مې تلاوتولې. هم دا ډول تر زيږدو ورسته له هماغو لومړيو ورځو مې په کور کې د قاری عبدالباسط او داسې نورو قاريانو تلاوتونه غږول او مور ته مې يې هم سپارښتنه کړې وه، چې ده ته له پيو ورکولو مخکې تل په اوداسه کې وي او ماشوم ته په اوداسه سره پۍ ورکړي. ځينې دا سببونه او لاملونه وو، چې زما زوی په پېنځه کلنۍ کې څو ډوله د قران مچيد تلاوت حفظ، قرات او تفسير زده کړ او ان موضوعي تفسير هم ورځي. د محمد حسين طباطبايي پلار اوس يوا مدرسه پرانستې او په هغې کې په لسګنو تر پينځو کلنو کم قاريان او حافظان زده کړې کوي. دې وايي: زه يو داسې پروګرام لرم، چې کله ماشوم د مور په خيټه کې غوټه شي او له هغه وخته مور بايد په دغه پروګرام عمل وکړي او ان د بچي تر زېږدو مخکې هم بايد دغه پروګرام عملي او اجرا کړي. د ده ادعا ده، چې د مور په خيټه کې ماشوم حافظ يا قاري کوي.

په هر حال، د ده دا ادعا ردولی هم نه شو، ځکه چې پر اسلامي سپارښتنو سربيره طب او رنځ پوهنې او نويو څيړنو هم دا خبره څرګنده کړې، چې ماشومان د مور په خيټه کې هر څه اورې او له بيلا بيلو حالاتو اغېز منيږي او متاثر کيږي..

يوه ډاکټره، چې غواړي اولاد يې هم ډاکټر شي بايد په همغه مهال، چې ماشوم يې په نس کې وي، ډاکټري او د رنځ پوهنې رجحانات او ګروهنې ولري. طبي کتابونه ولولي او ټوله توجه دغو څيزونو ته ورکړي.

هم دا ډول که يوه ښځه غواړي، چې بچی يې ښه موسيقي پوهـ شي، نو بايد د دې کار لپاره له هماغه وخته، چې بچي يې په خيټه کې وي، لاس په کار شي او ښې خوندورې موسيقۍ او سازونه دې اوري.

غرض دا چې کله بچی په خيټه  کې وي، نو د مور ټول حالات، ناسته پاسته، خوراک څښاک، کتل اوريدل، ګرځيدل، روحي حالات، خوښي خپګان او د ژوندانه ټول پړاوونه پر بچي هم اغيز اچوي او هغه ته ليږدول کېږي او که څوک غواړي، چې ښه او رغنده بچی ټولنې ته وړاندې کړي، نو بايد د دغو څيزونو خيال دې وساتي. البته په دغو پړاوونو کې پلار هم ډيره اساسه دنده لري او پکاره ده،چې په ټولو پړاوونو کې د مور د هوساينې، کرارۍ او ارام خيال وساتي او په کومو کارونو، چې هغه حساسه ده او خپه کېږي پرې، بايد ويې نه کړي.

غرض دا چې د ماشوم د ښوونې او روزنې پړاو د مور له خيټې او ورپسې تر زيږيدو ورسته سمدستي پيلېږي او شورو کيږي..

 

د زيږيدو له لومړۍ ورځې د شخصيت جوړيدل

 



1 2 3 next