د ژوندانه لومړي اووه کلونه



د اسلام پېغمبر(ص) په يو بل حديث کې د همدغو دريو پړاوونو په بنياد د ماشومانو، هلکانو او زلميانو په وړاندې د مور وپلار د دندو او فرايضو او د روزنې اره او کلي اصول په ښه توګه په ګوته کړي دي او فرمايي:

؛ ژباړه: پرېږدئ، چې اولادونه مو اووه کاله لوبې وکړي، اووه کاله بيا تاديب او وروزل شي او اووه کاله نو (له14  څخه تر 21 کلنۍ پورې) ستاسې سلاکار او وزير وي.

د ژوندانه په لومړيو اوو کلونو کې د ماشوم ذهن نيمګړے، پوهه کمه او بدن ناتوانه او کمزورے وي، نو مور و پلار ته ښايي، چې په ډېرې مهربانۍ، مينې او طريقې سره له هغو سره چلند وکړي د هغه ډېرې غوښتنې پوره دِ پوره کړي او اړتياوو ته يې مثبت ځواب ووايي. ماشومان د عمر په لومړيو اوو کلونو کې باچايان دي، نو مور او پلار يې بايد پرېږدي، چې ازاد وي حُکم وکړي، لوبې وکړي او باچاهي وکړي. هغه بايد محدود او مقيد نه کړي او کومه ښووونه او روزنه ورباندې ونه تپي. په دغو اوو کلونو کې ماشوم په غير مستقيم او لاشعوري توګه له خپل چاپيريال يانې کورنۍ، ټولنې، خپلوانو او نورو ماشومانو اغيزه اخلي او روزل کېږي.

خورا مهم پړاو

د انسان د ژوندانه لومړني اووه کلونه،چې د عمر ډير مهم او اغيزمن پړاو ګڼل کېږي، د انسان د شخصيت د جوړيدو کلونه دي.

په خوا به دا ګڼل کېدل، چې د کوچنيتابه کلونه يوازې د بدني روزنې او پاملرنې کلونه دي او دا عمر د ذهني احساساتي او ټولنيزې پالنې او سوونې عمر نه ګڼل کېده پخوانيو خلکو ګومان کاوه، چې که يو ماشوم په لومړيو کلونو کې د خوړو، جامو، روغتيا، استوګنې او ښوونې له اړخه ستونزې ونه لري او پراختيا ولرې، بايد په بدني ودې او تعليمي وړتياوو کې تر نورو مخکې او تکړه وي، خو نن سبا د تجربې دا څرګنده کړې ده، چې ماشوم د ودې او لوبيدا په ټولو پړاوونو کې نه يوازې بشپړې بدني پاملرنې ته اړتيا لري، بلکې په احساسي، ادراکي، خيالي او ذهني وسونو او هم دا راز په بدني او د خبرو په وړتياوو او پوهې کې هم مينې او لارښوونې ته پوره پوره اړتيا لرې.

هېره دې نه وي، چې هغه ګډوډۍ او ستونزې چې د ځوانانو او هلکانو په چلند او له بالغېدو وروسته د هغو په کَړو کې رابرسېره کېږي، په کوچنيتابه کې د هغو احساساتو مينو او غوښتنو ته د سم پام د نه کولو له امله دي او د خوانۍ او بالغېدو ډېرې ګډوډۍ او چلنې ستونزې له دې امله پيدا کېږي، چې د کوچنيتابه په پړاو کې د دغه ډول ماشومانو د فکري ودې او ښوونې و تربيت لپاره مناسب کار نه دے شوے.

کله چې مونږ د ځوانانو او ان د لويو کسانو د ټولنيزو ستونزو، ګډوډيو او د هغوې په کړو او چلند کې د رامنځته شويو کړکېچونو او خرابيو سمه شننه او پلټنه وکړو، نو دا خبره د لمر په څېر روښانېږي، چې د ماشوم د ژوندانه په لومړيو کلونو کې د مور و پلار او پالونکيو له خوا د مينې او محبت کمښت او د سمو روزنيزو لارو نشتوالے د ماشومانو په راتلونکي ژوندانه کې د ګډوډيو او له ټولنې او حالاتو سره د هغوې د نه سمون والي سبب کېږي او په دا ډول ځوانانو او هلکانو پا پېغلو کې د اخلاقي او ټولنيزو بې لاريو او د ټولنې له اصولو او قانونو څخه د سرغړاوي له امل ګرځي.

د يو ماشوم د ژوندانه د لومړيو اوو کلونو د نفسياتي او روحي روغتيا تر ټولو مهمه مسئله اوار په ودې، لوېيدا او په تجربې کې د هغه ازاد پرېښودل دي تاسو ته څرګنده ده، چې په دې عمر کې د ماشوم ذهن او فکر لاپوره وده نه وي کړي او د هر څيز د عقلي شننې او تجربې چمتووالے نه لري، له بل پلوه د هغه پنځګوني حواس د هغه په کړو وړو، غبر ګونونو او کارونو کې ډېر مهم رول لري، نو ماشوم د همدغو حواسو له لارې په حسي او حرکتي کارونو لاس پورې کوي، ماشوم په دې عمر کې غواړي، چې لوبې وکړي، منډې ووهي، حرکت وکړي، ښکته پورته شي او پخپله په خپل ژوندانه کې نوي څيزونه تجربه او معلومه کړي، نو د خپل چاپېريال له هر څيز سره مينه او دلچسپي لري او غواړي هغوې ته لاس وروړي او تجربه او معلوم يې کړي.

د پېنځو حواسو (ليدل، اورېدل، ويل، بُويَوَل او لمس کول) په کارولو کې ازادي د ماشوم د ودې، غوړېدو، د هغه د حسي خوځښتونو د نوښتونو او پرمختګ لامل کېږي، نو په دې عمر کې بايد داسې کار ونه کړے شي، چې د ماشوم باچاهۍ او د حکم ورکولو احساس ته زيان ورسي.

کله چې يو ماشوم په ټول پام او ځيرتيا سره په لوبو او کار لګيا وي، نو هغه ته امر او نهي کول نه دي پکار، اډرونه او امرونه نه دي ورکول پکار او هغه له خپل کار او فعاليته نه دي غړول پکار.



1 2 3 4 5 next