نړيوال عدالت د امام مهدی(عج) په انتظار



نړيوال عدالت د امام مهدی(عج) په انتظار

پوښتنه: ولې نړيوال عدالت اجرا کول د پيغمبر او علي په ذمه نه شول او د امام زمان په غاړه شول؟

ځواب: خدای پاک د انسان له پيدائيښته، د هدايت لپاره پيغمبران راليږي او رهبرۍ او مشر ته اړتيا يې د انسان په وجود کښې ايښې ده. خدای پاک بايد انسان په هره زمانه کښې، تر اخرې زمانې پورې وساتي، د پيغمبرانو راليږل اوله پيغمبره وروسته د امامانو ټاکل، د تکامل د لارې د بشپړتيا لپاره دي.[1]

خدای پاک د هرې زمانې له شرطونو سره سم، د هر يو امت لپاره پيغمبران راليږلي دي، خو يو پيغمبر هم د خپلو پروګرامو په جاري کولو کښې په کامله توګه کامياب نه و او د يو نړيوال عدل د حکومت په جوړولو کښې کامياب نه شو، ځکه چې ټول خلک د عدل د حکومت منلو ته تيار نه و. کله به چې د خدای پيغمبرانو خلک د يو خدای عبادت ته بلل نو د هغوي له انکار او مخالفت سره به مخامخيدل، په تيره بيا د مشرانو او شته منو کسانو له مخالفت سره چې په خپل مال او عيش نوش کښې مست و[2] يا په خپل مال مقام او علم باندې مغرور و[3] نو د پيغمبرانو له بلنې سره به يې په سخته مقابله کوله او ډېر زياتې ډلې به يې په ځان پسې کړې وې او د حقو له منلو به يې منعې کولې.[4]  له همدې سببه د ټولنې ډېرو کمو کسانو د پيغمبرانو خبره منله او ايمان به يې راوړۀ[5].

ډېر کم به داسې کيدل چې يوه ټولنه په صحيح عقيدو سره او د عدل په اصولو او د خدای او د پيغمبرانو په لاره جوړه شي، لکه څه رنګ چې د سليمان پيغمبر په زمانه کښې وشول، که څه هم د پيغمبرانو ځينې ښوونې به د ټولنې په کلتور کښې راغلې او خلکو به ومنلې، نو دې ته په پام سره د پيغمبرانو د بعثت لومړنے غرض  د انسان د بشپړتيا او پرمختګ لپاره د لارې ايستل و چې دا په الهي وحي سره وشول. د نبيانو له غرضونو يو د چمتو کسانو دعقلاني پرمختګ او روحي او معنوي تربيت سره مرسته کول وو. ټولو نبيانو کوشش و چې يوه ايډيل توحيدي ټولنه جوړه کړي او په ټوله ځمکه کښې عدالت خپور کړي او هر يو پيغمبر د خپل توان تر حده او د خپلې زمانې مطابق، په دې لارې کښې ګامونه پورته کړي دي او ځينو په کښې د خپل توان تر حده په خاص جغرافيايي حدونو او يوه خاصه زمانه کښې خدايي حکومتونه جوړ کړي دي خو د يو نبي لپاره هم په ټوله نړۍ کښې د نړيوال عدل حکومت د راوستو موقع په لاس ورنه رغله خو دا موقع په لاس نه ورتلل او د نړيوال عدل د حکومت نه جوړول په دې معنی نه دي چې د خدای ښوونې ورته نه وې رسيدلې، ځکه چې د خدای غرض دا دے چې خلکو ته داسې ښوونې ورسي چې په خپل اختيار سره هغوي د خدای په لور روان شي: {لئلايكون للناس علي الله حجة بعد الرسل} د حق دين په قبلولو او د الهي پيغمبرانو په پيروي کولو کښې په خلکو باندې څه الزام او جبر نشته.

پيغمبر(ص) د خدای د اخرني استازي په توګه او امام علي(ع) او له هغه حضرته وروسته امامان(ع) چې د هغوي ذمه واري هم د نړيوال عدل په لور د خلکو بلل وو، د خلکو د روحي او فکري شرطونو د نه پوره کيدو په سبب د نړيوال عدل حکومت رانه وستے شو، ځکه چې د خلکو عقلي او فکري پوهه دې حد ته نه وه رسيدلې  چې په هغوي کښې د عدل د حکومت د قبلولو توان پيدا شي. په حقيقت کښې انسان د يو داسې ماشوم په شان دے چې پوهې ته اړتيا لري چې خپل اخرني رُشد ته ورسيږي او درجه په درجه بايد دا مرحلې تيرې کړي. همدا سبب و چې الهي رهبرانو د شرطونو د نه پوره کيدو په سبب د نړيوال عدل حکومت قائم نه کړې شو او په دې کښې د هغوي څه نقص نه و. بلکه مشکل دا و چې په خلکو کښې هغه شرطونه نه وو او هغوي دې ته تيار نه وو. د اسلامي روايتونو پر اساس، د اسلامي عدل د حکومت قبلول او د خلکو فکري تحول او بدلون، په دې پورې تړلې دے چې ټولنه فکري او کلتوري تياري او د عقلونو بشپړتيا او... ولري چې دا ټول شرطونه به د امام عصر د ظهور په وخت کښې پوره شوي ويے ځينې موارد دا دي:

1.  ټولنيز چمتوالے

د امام زمان(عج) د ظهور له شرطونو يو شرط د ټولنې او نړۍ چمتوالے دے.[6] د امام زمان(عج) له ظهوره وړاندې به په ځمکه کښې بې عدالتي او ظلم زيات شي، د هيوادونو او قومونو تر مينځ به لوی لوی جنګونه وشي او ځمکه به له مړو ډکه شي، امام صادق(ع) فرمايي: «امام زمان(عج) به تر هغه وخته پورې ظهور نه کوي چې په دريو کښې دوه برخې خلک مړه نه شي. پوښته وشوه: نو څومره کسان به پاتې وي؟ وې فرمايل: ايا په دې نه يې راضي چې په دريو کښې يوه برخه پاتې شي؟»[7]

په هغه وخت کښې به مالي او ځاني امنيت له منځه لاړ شي، لارې او سړکونه به ناامن شي، ويره به په ټولو انسانانو کښې خپره شي.[8]

ناڅاپه او د بې وخته مرګونه به په ټولنه کښې زيات شي. امام علي(ع) فرمايي: «د امام مهدي(عج) د ظهور لپاره نښې دي، چې له هغې ځنې نړيوالې وژنې، ناڅاپه، ناخوښ او په يو بل پسې مرګونه او د طاعون خپريدل دي.»[9]

د روايتونو پر اساس، په هغه زمانه کښې به بې ګناه ماشومان د ظالمو مشرانو له لاسه په سخت ظلم سره وژل کيږي.[10] او وژونکې ناروغۍ (کيدې شي د مړيو د بوی يا د کيميايي وسلو په سبب) به زياتې شي.[11] په داسې سختو حالاتو کښې به د انسانانو ټولنه په نهيلۍ اخته شي او مرګ به د انسان لپاره د خدای يوه ښه ډالۍ ګڼل کيږي او د خلکو يوازينے ارمان به د هغوي د ژوند ختميدل وي. په هغه وخت کښې به خلک د يو بل د حقونو د پامال کيدو په سبب د مرګ ارمان کوي.[12]

په داسې حالاتو کښې چې  د خلکو پام به د خدای په لور واوړي شي او يو نړيوال انقلاب او بدلون ته به تيار شي او په ټوله نړۍ کښې به دا اسماني غږ تر غوږو کيږي. ای د دنيا خلکو! د ظالمانو د باچاهۍ وخت ختم شو او مهدي ظهور وکړ. دا اسماني غږ به د خلکو په مړو بدنونو کښې يو نوے روح واچوي او له عشق او ايمان او خوشحالۍ سره به يو نوے ژوند پيل شي.



1 2 3 4 5 6 next