په يو ګوزار د درېو اعتراضونو ځواب



بهلول بن عمرو كوفى د امام جعفرصادق عليه السلام او امام موسى كاظم عليه السلام د وخت يو ځيرك او هوښيار عالم ؤ، ځان يې ليونی كړی ؤ؛ دا ځكه چې هارون رشيد د قضا منصب ورسپارۀ او دۀ نۀ قبلوۀ، هغه په ظاهره د دغه ليونتوب به حال كې به زړه پورى مناظرې كولې او په دلائلو او لطائفو ئې د مقابل لورى نيمګړتياوې په ډاګه كولى، چې يوه يې لولو:

هغه اوريدلى ؤ، چې امام ابو حنيفه (دحنفى مذهب امام) په خپل درس كى ويل:

"جعفر بن محمد (امام جعفر صادق عليه السلام ) درې خبرې كړې؛ خو زۀ يې نۀ منم او هغه دا چې:

1_ "شيطان ته به په اور عذاب وركول كيږى"، او دا خبره سمه نده؛ ځكه چې شيطان له اوره جوړشوى اوكوم څيز چې د اور له ډوله وى؛ نو د اور له لارې ورته څه غذاب نه رسيږى.

2_ خدای ليدل كيدې نشى"خو زۀ وايم چې هر موجود څيز ارو مرو ليدل كيدل كيږى.

3_"كوم كارونه چې بندګان كوى نو پخپله خوښه او اختيار يې كوى" حال دا چې ايتونه او روايتونه د دې خبرې خلاف دى او د بندګانو د كارونو نسبت خدای پاك ته كوى (يعنى مونږ په كارونوكى مجبور يو نه مختار)

بهلول له ځمكى يوه لُوټه راواخيسته او امام ابوحنيفه (رح) يې په تندې وويشت، امام ابوحنيفه هارون الرشيد ته ګيله وكړه، هارون بهلول ملامته كړ خو بهلول په مجلس كى ابوحنيفه ته وويل:

"1_ د لوټى د درد ځای راته اوښيه چې وې وينم او كه دې ونه ښود؛ نو بيا به په خپله عقيده كى تيروتى يې، چې هر موجود څيز كتل كيدې شى.

2_ ته وائې يو جنس به د هماغه جنس د عذاب سبب نه شى ته له خاورى پيدا شوى يې؛ نو ځكه لوټه بايد تا ته زيان درونه رسوى؛ ځكه چې هغه هم خاوره ده.

3_ او بله دا چې ما خو ګناه نه ده كړى؛ دا ځكه چې ستا په عقيده كوم كارونه چې بنده كوى نو كـوونکی يې خدای دی نو ځكه ته خدای پاك وهلی يې، نه ما!!"



1 next