د اروا پيژندنې له نظره په ژوند کښې د انتظار رول



د اروا پيژندنې له نظره په ژوند کښې د انتظار رول

پوښتنه: د اروا پيژندنې له نظره په ژوند کښې د انتظار څه رول دے؟

ځواب: انتظار د اروا پيژندنې له نظره، د منتظرانو په ژوند کښې ډېر لوی رول لري چې لاندې يې ځينو ته اشاره کوو:

1. د بري هيله

انتظار د هيلې او اميد په معنی دے[1] راتلونکي ښه وخت ته هيله منيدل، د طبيعت د نظام کلي بهير او د تاريخ تکاملي تږ او په يو روښانه راتلوونکي وخت اطمينان، په روايتونو کښې د فرج او ظهور په معنې بيان شوے. د فرج انتظار، له اسلامي کلي اصولو يعنې د خدای له لطف او رحمت او د يأس او نهيلۍ له حرام والي، راوتے دے لکه چې قران مجيد فرمايي: {وَ لاَتَيْأَسُوا مِن رَّوْحِ اللَّهِ إِنَّهُ لاَ يَيْأَسُ مِن رَوْحِ اللَّهِ إِلَّا الْقَوْمُ الْكَافِرُونَ}[2] د خدای له رحمته مه نهيلې کيږئ ځکه چې يوازې کافران د خدای له رحمته نهليې کيږي.

د خدای رحمت او لطف ته هيله د امام علی(ع) د کلام په رڼا کښې داسې بيان شوې: «د فرج انتظار کوئ او د خدای له رحمت او لطفه مه نهيلې کيږئ، ځکه چې د خدای په وړاندې له ټولو ښه کار د فرج انتظار دے.»[3] دې ته په پام سره، د ايتونو او روايتونو پر اساس، خدای پاک مسلمانانو او مستضعفانو ته د برياليتوب وعده ورکړې ده. دا وعده د غيبت په وخت کښې د منتظر انسان په فردي او ټولنيز ژوند کښې اساسي رول لري، ځه چې منتظران په دې هيلې چې حق به په باطل بريالې کيږي د خپلې ټولنې جوړونه او سمونه کوي او د مشکلاتو او ظلم او زياتي په وړاندې ودريږي. د بريالي توب حتمي وعده د منتظران لپاره روحي او رواني چمتووالے راولي.[4] دې ته په پام سره منتظرانو په ټول تاريخ کښې په ښې روحيې او لږو امکاناتوؤ وسلې او وسايلو سره دا توان لرلےدےچې له پرمختللو وسله والو سره مقابله وکړي او هغوي ته ماتې ورکړي.

د شهنشاه د ظالم نظام په مقابله کښې د امام خميني(رح) په مشرۍ کښې د ايران د اسلامي انقلاب برې، صدام سره په اته کلن تپلي شوي جنګ کښې د ايران برې، په ايټمي انرجۍ کښې ډېره کاميابي، د اسرائيل د پوځ په وړاندې د لبنان د حزب الله برې، د امام مهدي(ع) د عقيدې په ترڅ کښې وو.

د دنيا مستکبرين په علم، صنعت او ټکنالوجۍ او پوځي سازو سامان کښې ځان له مسلمانانو لوړ ګڼي. بيا هم، له روحي او رواني نظره د مسلمانانو په وړاندې ماتې خوړونکي دي او هيڅ کله د مقابلې توان نه لري. له همدې سببه ويليام هنوي انتظار د ژوند سبب ګڼلےدے او وايي: "که دا انتظار نه وې نو انسان به د شمعې په شان ورو ورو مړيدۀ يا به بې مطلبه ژوند ته به ګروهنه کوله»[5]

2. د استکبار د هيبت او شان ماتيدل

د ديني زده کړو پر اساس، استکبار د تاريخ يو واقعيت دے چې د انسان له پيدايښته موجود و؛  لکه فرعون، نمرود، ابولهب او ابوجهل چې د مستضعفانو دښمنان وو.

نن سبا، د مستکبرانو نظامي او ټيکنالوجي لوړاوې، د دنيا د مستکبرانو د جرات او د مستضعفانو د ضعف او کمزورۍ سبب شوې ده. ډېر اسلامي هيوادونه د خدای قطعي او نه بې لوظه کيدوونکے وعدې ته پام نه کوي او د مستکبرانو له امکاناتو او پرمختللو وسلو متاثر شوي دي او پوښتنه کوي: امام مهدي(عج) به تورې سره د اوسنۍ نړۍ داسې پرمختللې وسلو سره څۀ رنګ مقابله کوي؟ د دې پوښتنې ځواب، لاندې ټکو ته په پام سره روښانيږي:

1. په ايتونو او روايتونو کښې د بري او د ظهور وعده، د مسلمانانو د روحي او معنوي طاقت د زياتيدو سبب کيږي اود اسلام لارويان ورسره لا زيات طاقور کيږي او د مستکبرانو رعب او هيبت ورسره ختميږي، لکه څه رنګ چې خدای پاک د اصحاب کهب په وړاندې د استکبار رعب او هيبت ختم کړ.[6]

آيةالله صافي ‌فرمايي: "همدا وعدې وې چې مسلمانان يې په لويو پيښو لکه د بني اميه، سليبي جنګونو او نورو په وړاندې ودرول او اخر يې مسلمانان د هغوي په مقابله کښې جهاد ته وهڅول. هغه وعدې چې د هغې تصديق منلي شوي ديني او تاريخي حقيقتونو مکمل ثابت کړےدے، تل دا بشارت ورکوي چې اسلام به هيڅ کله له منځه لاړ نه شي او ځينې حکومتونه لکه د بني اميه او بني عباسو او د نورو رژيم سياسي ظالمانو حکومتونه هيڅکله په حقه نه دي او د دوي په وړاندې په شاتګ نه دے پکار، بايد له خپلو مورچو او پولو حفاظت وکړو چې هغه ښه وخت او د حقو او عدالت مطلق حکومت راورسي."[7]



1 2 3 4 5 6 next